د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د حکومت او رسنیو ترمنځ د ګډو کمېټو د لا ځواکمنتیا په موخه له حکومتي مسوولینو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره په میدان وردګ، غزني، پروان، زابل او لغمان ولایتونو کې د همغږۍ ناستې ترسره کړې.
په دې ناستو کې د رسنیو او حکومت ترمنځ د همغږۍ د ګډو کمېټو د کاري پروسو د لا ښه والي، د خبریالانو په خوندیتوب، اطلاعاتو ته د خبریالانو په نه لاسررسي، د رسنیو په اقتصادي ستونزو او د خبریالانو پر وړاندې د پرتو یو لړ نورو خنډونو په اړه خبرې اترې وشوې.
د رسنیو او حکومت د همغږۍ ګډې کمېټې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړاندیز د رسنیو او حکومت ترمنځ د همغږي او د خبریالانو ستونزو ته د رسیدګي په موخه په ۲۶ ولایتونو کې جوړې شوې دي.
دا ناستې د میدان وردګو د والي قاري بختیار معاذ، د زابل د مرستیال والي مولوي محب الله حماس، د اطلاعات او فرهنګ رئیسانو، ولایتي ویاندویانو او یو شمېر خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو په حضور کې ترسره شوې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د حکومت او رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږي او د خبریالانو د کار لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو لپاره دوامدارې هڅې کوي.




