د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو ستونزو ته د رسیدګي په موخه په لوېدیځ زون کې د یوناما له سرپرستې اغلې ګلدن یروز، په هرات کې د یوناما د بشري حقونو له مسوولې اولیویا نیاکرانجی او د دې ولایت له یو شمېر خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې په لوېدیځ زون کې د خبریالانو د کار پر وړاندې په خنډونو، په ځانګړې توګه د رسنیو او خبریالانو په اقتصادي ستونزو، د ښځینه خبریالانو په کاري وضعیت او په دې ولایت کې د خبریالانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو په ترسره کولو خبرې اترې وشوې.
په لوېدیځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي شمیل احمد مشعل د دې ترڅنګ چې د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره د مناسبو حل لارو په پیدا کولو ټینګار وکړ، په دې برخه کې د دې نړیوالو سازمان د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو او رسنیو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو په موخه په دوامداره توګه هڅې کوي.
