د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د بلخ د اطلاعات او فرهنګ له رئیس او د دې ولایت له خبریالانو سره ولیدل

cov.jpeg

28 سرطان 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د خبریالانو د کار پر وړاندې پرتو ستونزو او د تېر کال د کب میاشتې شلمې نېټې په امنیتي پېښه کې د ټپي شویو خبریالانو د درملنې د تعقیب په موخه د بلخ ولایت د اطلاعات او فرهنګ له رئیس او د دې ولایت له خبریالانو سره ولیدل.


د کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړ د بلخ ولایت د اطلاعات او فرهنګ له رئیس ذبیح الله نوراني سره په ناسته کې د سیمه ییزو رسنیو په اقتصادي ستونزو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې کمېټه په دې هڅه کې ده چې یادو ستونزو ته مناسبې حل لارې پیدا کړي. د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست په بلخ کې د ټپي شویو خبریالانو د درملنې په اړه وویل، چې د یادو خبریالانو د درملنې دویم پړاو به ژر پیل شي.


 د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رئیس ذبیح الله نوراني د دې ترڅنګ چې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو ستاینه وکړه، ویې ویل، چې د دې ولایت د رسنیو او خبریالانو ستونزو حل ته ژمن دی.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د دې سفر په جریان کې د تېر کال د کب د شلمې د ټپي خبریالانو ترڅنګ له پیکان تلویزیون، نهاد راډیو، فروغ روز راډیو تلویزیون او رابعه بلخي راډیو څخه هم لیدنه وکړه. په دې ناستو کې د کمېټې سرپرست وروسته له دې چې د دې ولایت د خبریالانو ستونزې واورېدې، ویې ویل چې کمېټه په دې هڅه کې ده، چې یادو ستونزو ته رسیدګي وکړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو او رسنیو لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو لپاره خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکوي.