د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د سمنګان ولایت د رسنیو پر وړاندې د ننګونو د ارزونې په موخه د دې ولایت د رسنیو له مدیرانو او یو شمېر خبریالانو سره وکتل.
په دې ناسته کې د کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړ د دې ترڅنګ چې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د هوارې په برخه کې د کمېټې په فعالیتونو خبرې وکړې، زیاته یې کړه، چې کمېټه هڅه کوي د رسنیو د اقتصادي ستونزو د کمولو او اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسررسي په برخو لا موثر ګامونه واخلي.
د سمنګان ولایت خبریالانو په دې ولایت کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې پرتې ستونزې بیان کړې او د کمېټې له سرپرست څخه یې غوښتنه وکړه، چې د دې ولایت خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه ترسره کړي. د دې ترڅنګ یادو خبریالانو د رسنیو د ملاتړ نړیوالو نهادونو د مرستې غوښتنه هم وکړه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو او رسنیو لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو لپاره خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکوي.



