د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په شپږو ولایتونو کې له حکومتي مسوولینو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

cov.jpeg

3 اسد 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په بلخ، لغمان، بدخشان، لوګر، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې له حکومتي مسوولینو، د سیمه ییزو رسنیو له مدیرانو او خبریالانو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ناستې وکړې.


په دې ناستو کې د خبریالانو په خوندیتوب، کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسي، د حکومت او رسنیو ترمنځ په لا ښې همغږي او د رسنیو په اقتصادي ستونزو خبرې اترې وشوې.


یادې ناستې د یادو ولایتونو د اطلاعات او فرهنګ ریاست د رئیسانو او د یو شمېر نورو حکومتي ادارو د مسوولینو په ګډون دایرې شوې وې.


د همغږۍ او عدالت غوښتنې په یادو ناستو کې حکومتي مسوولینو ژمنه وکړه، چې هڅه کوي خبریالانو ته لا زیات سهولتونه رامنځ ته کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو او رسنیو لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو لپاره خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکوي.