د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په هرات ولايت کې د اسلامي امارت له وياند ذبيح الله مجاهد سره د يوې غونډې پرمهال، په لويديځ زون کې د رسنيو او خبريالانو ستونزې شريکې کړې.
په لويديځ زون کې د کمېټې استازي شميل احمد مشعل په دغه ناسته کې د رسنيو او خبريالانو د ستونزو د شريکولو ترڅنګ د اسلامي امارت له وياند غوښتنه وکړه چې د رسنيو د اقتصادي ستونزو، خونديتوب او اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزو په حل کې هڅې لا ګړندۍ کړي.
د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد په لويديځ زون کې د رسنيو او حکومت ترمنځ د ښې همغږۍ ستاېنه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې اسلامي امارت د رسنيو د ستونزو حل برخې ته ژمن دی او يادې برخې ته يو شمېر پروګرامونه هم په پلان کې نيول شوي دي.
په ورته وخت کې ښاغلي مجاهد د هرات ولايت له صنعتي ښارګوټي څخه د ليدنې پرمهال فابريکه لرونکو باندې غږ وکړ چې د خپلو توليداتو د بازار موندنې او د رسنيو د ملاتړ لپاره د دغه ولايت رسنيو ته اعلانونه ورکړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ ښه همغږي او خوندي کاري چاپيريال رامنځته شي.


