د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د اطلاعاتو او کولتور وزارت د نشراتو له معين حيات الله مهاجر فراهي سره د عدالت غوښتنې غونډه وکړه.
د نشراتو له معين سره د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې د سرپرت عبدالقديم وياړ په ليدنه کې د سنيو د وضعيت د ښه والي، اطلاعتو ته د خبريالانو پر وخت لاسرسي، خونديتوب، له سوداګريز څخه رهايشي ته د رسنيو د برېښنا لګښتونو کې د تغير او د خبريالانو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې اترې وکړې.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ ښه همغږي او خوندي کاري چاپيريال رامنځته شي.

