د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په شپږو ولايتونو کندهار، لوګر، لغمان، زابل، کونړ او هلمند کې له حکومتي مسوولينو سره د عدالت غوښتنې او همغږۍ غونډې ترسره کړې.
په دغو ناستو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو خونديتوب، خبريالانو ته د مسلکي زده کړو او روزنې د زمينې برابرولو، د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ پياوړتيا او د رسنيو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې اترې شوې دي.
دغه ناستې د اطلاعاتو او کولتور له رييسانو، د حکومتي ادارو وياندويانو او نورو سيمه ييزو چارواکو سره ترسره شوي دي.
د عدالت غوښتنې او همغږۍ په دغو ناستو کې مسوولينو ډاډ ورکړ چې تر دې وروسته به دولتي ادارې خبريالانو ته د اطلاعاتو ورکړې او نورو برخو کې زمينې پراخه کړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ ښه همغږي او خوندي کاري چاپيريال رامنځته شي.





