د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو پر وړاندې د پرتو خنډونو او ستونزو د لرې کولو په موخه د پنجشیر له والي حافظ محمد آغا حکیم سره د همغږي او عدالت غوښتنې ناسته وکړه. په ناسته کې د دې ولایت یو شمېر خبریالانو او حکومتي مسوولینو هم ګډون درلود.
په پنجشیر کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي هارون عنابي د دې ترڅنګ چې د کمېټې د فعالیتو او په دې ولایت کې د رسنیو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل، اطلاعاتو ته د خبریالانو په ښه لاسررسي ټینګار وکړ.
د پنجشیر والي د دې سربیره چې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو ستاینه وکړه، ویې ویل چې رسنۍ د حکومت او ولس ترمنځ د ارتباطي پُل حیثیت لري او د ټولنې په سمون یې رول خورا مهم دی.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د حکومت او رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږۍ د رامنځ ته کولو لپاره دوامداره هڅه کوي.
