د رسنيو سرغړونو کمېسيون د چارو بيا پيل څخه د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې هرکلی

WhatsApp Image 2023-08-14 at 10.41.02.jpeg

23 اسد 1402

د رسنيو سرغړونو کمېسيون د دويم ځل لپاره د زمري په ۲۱مه د اطلاعاتو او کولتور د وزير مولوي خير الله خيرخوا په مشرۍ غونډه وکړه.


د معرفۍ په دغه غونډه کې چې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې مرستيال او سرپرست عبدالقديم وياړ هم ګډون کړی و، د کمېسيون د کړنو لپاره د واضع او ګټور ميکانيز جوړېدو باندې پر ټينګار سربېره، د خبريالانو وروستيو نيول کېدو او د نيول کېدونکو خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو په تړاو د اطلاعاتو ورکولو پر تړاو هم خبرې وشوې.


دغه راز په ناسته کې د د خبريالانو او حکومت ترمنځ د همغږۍ زياتوالي او بهتروالي په تړاو هم دوه اړخيزې خبرې وشوې.


پرېکړه وشوه چې کمېسيون به په هره مياشت کې دوه ځلې غونډه کوي او د اړتيا پرمهال به اضطراري ناستې هم جوړېږي.