د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په کندهار ولايت کې، د اسلامي امارت له وياند ذبيح الله مجاهد سره د ناستې پرمهال د خبريالانو او رسنيو ستونزې شريکې کړې.
په دغه ناسته کې، د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رييس انعام الله سمنګاني او د کندهار ولايت د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو او خبريالانو برخه اخېستې وه.
په جنوب زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې ولايتي مسوول احمد لودين په دغه زون کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، د رسنيزو سرغړونو کمېسيون د فعاليت، د خبريالانو د پېژندنې کارټونو د وېش پروسې او د رسنيو قانون په تړاو خبرې کړې او د اسلامي امارت له وياند څخه يې د يادو ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وويل، د رسنيزو سرغړونو کمېسيون فعاليتونه به پراخه شي او ټينګار يې وکړ چې د رسنيو او خبريالانو اقتصادي او کاري ستونزې به نږدې راتلونکي کې حل شي.
هغه دغه راز د رسنيو له مسوولينو وغوښتل چې د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره د اعلاناتو موندنې برخه کې هڅه زياته کړي او له کمېټې يې وغوښتل چې رسنيو مسوولينو ته د اعلاناتو موندنې برخه کې مسلکي روزنې زمينه برابره کړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ ښه همغږي او خوندي کاري چاپيريال رامنځته شي.

