د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په پنځو ولايتونو کې د عدالت غوښتنې غونډې وکړې

cov.jpeg

6 سنبله 1402

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په سمنګان، لوګر، کونړ لغمان او فراه ولايتونو کې د حکومتي مسوولينو او د رسنيو او خبريالانو ترمنځ د همغږۍ او عدالت غوښتنې غونډې وکړې.


په دغو ناستو کې، اطلاعاتو ته پر وخت لاسرسي، خبریالانو ته د زده کړو د زمينو برابرولو، د دولت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ د زياتوالي او د رسنيو اقتصادي ستونزو د حل په موخه خبرې وشوې.


دا غونډې د فراه د والي مرستيال مولوي عبدالکريم، د سمنګان د امنيه قوماندان مولوي حبیب الله شاکر، د کونړ امنيه قوماندان عبدالحق حقاني، د لغمان د والي وياند مولوي سلامت خان بلال او د لغمان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس مولوي عزيز الله حقاني سره شوې دي.


مسوولينو په دغو غونډو کې ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به دولتي ادارې خبریالانو ته د اطلاعاتو پر وخت ورکړې زمينه زياتوي او هم به يې د کار پرمهال ستونزې حلوي.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ ښه همغږي او خوندي کاري چاپيريال رامنځته شي.