د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي په لوېدیځ زون کې د یوناما دفتر له نوي ګمارل شوې مسوولې سره وکتل

WhatsApp Image 2023-08-27 at 11.11.11 (1).jpeg

7 سنبله 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په لوېدیځه حوزه کې د یوناما دفتر له سرپرستې مېرمن آیلین ویلاریل او په یاد زون کې د بشر حقوقو برخې له مسوولې اولیویا نیاکرانجي او د هرات له یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو سره د همغږي ناسته ترسره کړه.


په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسي، د رسنیو په اقتصادي ستونزو، د ښځینه خبریالانو په وضعیت او د خبریالانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو په ترسره کولو خبرې اترې وشوې.


په ناسته کې لوېدیځ زون لپاره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي شمیل احمد مشعل په یاد زون کې د خبریالانو پر وړاندې پراته خنډونه په ګوته کړل او د یادو ستونزو د لرې کولو لپاره یې د نړیوالو سازمانونو په ځانګړي توګه یې د ملګرو ملتونو د مرستندویه سازمان مرسته اړینه وبلله.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د ستونزو د حل او هغوی ته د خوندي چاپېریال رامنځ ته کولو په برخه کې په دوامداره توګه هلې ځلې کوي.