د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په لوېدیځ زون کې د خبریالانو او رسنیو ستونزې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له نشراتي معین حیات الله مهاجر فراهي سره شریکې کړې.
په یاده ناسته کې په هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، د سیمه ییزو رسنیو یو شمېر مسوولینو او د دې ولایت خبریالانو هم ګډون درلود.
په ناسته کې د دې ترڅنګ چې د رسنیو او خبریالانو په اقتصادي ستونزو او اطلاعاتو ته پر وخت د خبریالانو په لاسررسي خبرې اترې وشوې، د رسنیو، خبریالانو او حکومتي ادارو ترمنځ په لا ښې همغږي هم ټینګار وشو.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د ستونزو د حل او هغوی ته د خوندي چاپېریال رامنځ ته کولو په برخه کې په دوامداره توګه هلې ځلې کوي.


