د افغان خبريالانو د خوندیتوب کمېټې مرستيال او سرپرست د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس رفيع الله صميم، د يو شمېر دولتي ادارو وياندويانو او د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو سره د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو په تړاو وليدل.
په دغه ناسته کې عبدالقديم وياړ د خبريالانو د کاري ستونزو سربېره د هغو د خونديتوب، د رسنيو او مسوولينو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کېدو، اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي زياتوالي او د رسنيو د اقتصادي ستونزو د حل په تړاو خبرې وکړې.
د کمېټې سرپرست د دغه سفر پرمهال د زینت، مهال او اتحاد راډيوګانو څخه د ليدنې په وخت کې د هغوی ستونزې واورېدې او وویل چې کمېټه هڅه کوي تر څو د خبريالانو ستونزې حل شي.
د لوګر د اطلاعاتو او کولتور رييس رفيع الله صميم وويل، تېر ته په کتو د خبريالانو او حکومت ترمنځ د همغږۍ په برخه کې د خبريالانو ستونزې، خوندیتوب او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ستونزې تر يو حده کمې شوې دي.
هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه دې، اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د ولايتي ادارو وياندويانو او خبریالانو ته د لاسرسي روزنيز پروګرامونه جوړ کړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ ښه همغږي او خوندي کاري چاپيريال رامنځته شي.




