د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په تخار ولايت کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې د يوې غونډې پرمهال د اطلاعاتو او کولتور وزير مولوي خيرالله خيرخوا سره شريکې کړې.د اطلاعاتو او کولتور وزارت د خپرونو معين حيات الله مهاجر فراهي، د تخار د اطلاعاتو او کولتور رييس ذبيح الله انصاري او د يو شمېر سيمه ييزو رسنيو مسوولينو او خبريالانو هم په دغه ناسته کې ګډون کړی و.
په تخار کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې استازي عبدالسميع خاوري د رسنيو د فعاليت د جواز او برېښنا د لګښت په تړاو د څرګندونو سربېره د خبريالانو او په تخار کې د ښځينه خبريالانو د فعاليت په تړاو اندېښنه شریکه کړه او د خبريالانو او رسنيو د ستونزو د حل غوښتونکی شو.
په دغه ناسته کې، د اطلاعاتو او کولتور وزارت لوړپوړو چارواکو وويل چې د دغو ستونزو د حل برخه کې به همکاري وکړي تر څو دغه ولايت کې د خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو اندېښنې لرې شي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ ښه همغږي او خوندي کاري چاپيريال رامنځته شي.


