د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، دوست محمد وحدت په نورستان ولايت کې د خپل استازي په توګه معرفي کړ.
په ناسته د نورستان د اطلاعاتو او کولتور د رييس مولوي سميع الحق حق بيان، د کمېټې د پروګرامونو مسوول حسيب الله فرارون، د کمېټې د قضيو د څېړنې مسوول عبدالجميل وقار، په ختيځ زون کې د کمېټې ولايتي مسوول يوسف ظريفي، د اطلاعاتو او کولتور رياست کار کوونکو، ځايي خبريالانو او د رسنيو مسوولينو برخه اخېستې وه.
په ياده ناسته کې، د کمېټې د قضيو د څېړنې مسوول عبدالجميل وقار د افغان خبريالانو د خوندیتوب کمېټې د فعاليت او کار په اړه د معلوماتو وړاندې کولو او د کمېټې د استازي په توګه د وحدت له معرفي کولو سربېره د خبريالانو د کار پر وړاندې پرتو ستونزو او په نورستان کې د خپلواکو رسنيو د رامنځته کېدو په اړه خبرې وکړې.
د نورستان د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي سميع الحق حق بيان دغه ولايت ته د افغان خبريالانو د خوندیتوب کمېټې د غړو د سفر ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د کمېټې له نوي استازي سره به په هره برخه کې همکاري وکړي.
هغه دغه راز وويل، د اطلاعاتو او کولتور رياست هڅه کوي چې په دغه ولايت کې د رسنيو ښه چوپړ وشي او خلک اطلاعاتو ته لارسی زيات کړي.
تر دوست محمد وحدت وړاندې صاحب داد همدرد په دغه ولايت کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې ولايتي استازی و.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د ستونزو د حل او هغوی ته د خوندي چاپېریال رامنځ ته کولو په برخه کې په دوامداره توګه هلې ځلې کوي.

