د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په ننګرهار، کونړ، لغمان، بغلان، غور او تخار ولايتونو کې د حکومتي چارواکو او رسنيو د ګډو کمېټو د ځواکمنتيا په موخه د همغږۍ ناستې وکړې
د اطلاعاتو او کولتور رياستونو چارواکو، د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازو، د دولتي ادارو وياندويانو او استازو او د ځايي رسنيو مسوولينو او خبريالانو په دغو ناستو کې ګډون کړی وو.
په دغو ناستو کې، د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو د کارونو د پياوړتيا، د خبريالانو خوندیتوب، د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو لکه اطلاعاتو ته لاسرسي او د رسنيو اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې او بحثونه وشول.
په دغو ولايتونو کې له څه مودې راپدېخوا، د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په غوښتنه د خبريالانو او رسنيو د ستونزو د حل په موخه د حکومت او رسنيو ګډې کمېټې جوړې شوې دي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ ښه همغږي او خوندي کاري چاپيريال رامنځته شي.






