د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په زابل ولايت کې د حکومتي چارواکو او رسنيو د ګډې کمېټې د ځواکمنتيا په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د والي مرستيال، د اطلاعاتو او کولتور، امر باالمعروف او نهی ان منکر، د ولايت مقام دفتر او منابع بشري رياستونو چارواکو، د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازي، د امنيه قوماندانۍ، استخباراتو او ولايت مقام وياندويانو او د زابل ولايت د رسنیو مسوولينو او خبريالانو برخه اخېستې وه.
د ناستې پرمهال د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې د کارونو د پياوړتيا، د خبريالانو خوندیتوب، د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو لکه اطلاعاتو ته لاسرسي او د رسنيو اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې او بحثونه وشول.
په دغه ولايت کې له څه مودې راپدېخوا، د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په غوښتنه د خبريالانو او رسنيو د ستونزو د حل په موخه د حکومت او رسنيو ګډه کمېټه جوړه شوې ده.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ ښه همغږي او خوندي کاري چاپيريال رامنځته شي.


