د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د کونړ او نورستان ولايتونو د اطلاعاتو او کولتور له رييسانو سره په جلا جلا غونډو کې د سيمه ييزو رسنيو ستونزې شريکې کړې.
په دغو ناستو کې، د رسنيو د اقتصادي ستونزو، د خبريالانو د خوندیتوب او اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزو په تړاو د بحثونو سربېره د رسنيو او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زياتوالي خبرې وشوې.
په دغو ناستو کې د کونړ د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي نجيب الله حنيف، د نورستان د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي سميع الحق حق بيان، د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د پروګرامونو مسوول حسيب الله فرارون، د کمېټې د قضيو د څېړنې مسوول عبدالجميل وقار، د کمېټې د ختيځ زون ولايتي مسوول يوسف ظريفي، په کونړ کې د کمېټې استازی فضل واحد افکار، نورستان کې د کمېټې استازی دوست محمد وحدت او د يو شمېر ځايي رسنيو خبريالانو او مسوولينو برخه اخېستې وه.
د دغو ولايتونو د اطلاعاتو او کولتور رييسانو له رسنيو د هر اړخيز ملاتړ ترڅنګ ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به دولتي ادارې خبريالانو ته د اطلاعاتو ورکړې برخه کې اسانتياوې ډېرې کړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ ښه همغږي او خوندي کاري چاپيريال رامنځته شي.

