د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د خبريالانو د ظرفيت لوړونې پروګرامونو په لړ کې د ننګرهار، هرات او بلخ ولايتونو ۶۰ تنو خبریالانو ته د «خبريالانو خونديتوب» په تړاو روزنيز پروګرامو جوړ کړل.
په دغو روزنیزو پروګرامونو کې خبريالانو او د رسنيو کار کوونکو ته د راپور جوړونې پر مهال د خونديتوب د تدابيرو، د ګڼې ګوڼې او لاريونونو له سيمو د راپور ورکوونې پرمهال د محافظتي تدابيرو، لومړنيو روغتيايي مرستو، د زړه حملو کنټرول (CPR) او د ټپي کېدو پرمهال د لومړنيو مرستو زده کړې ورکړل شوې.
د دغو روزنيزو پروګرامونو ګډونوالو د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې څخه مننه وکړه چې دوی ته يې د روزنې زمینه برابره کړه.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه د خبريالانو او رسنيو کار کوونکو د ظرفيت لوړونې او مهارتونو د لوړوالي په موخه خبريالانو ته د دا ډول ښوونيزو پروګرامونه زمينه برابروي.




