د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په فراه ولايت کې د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې د پياوړتيا په موخه د ځايي مسوولينو او خبريالانو ترمنځ د همغږۍ ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د فراه ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي عبدالحی سباوون، د کمېټې د لویديځ زون مسوول شميل احمد مشعل، په فراه کې د کمېټې ولايتي استازی بصير احمد سيلاب، د يو شمېر دولتي ادارو استازو او د فراه د ځايي رسنيو مسوولينو او خبريالانو برخه اخېستې وه.
په دغه ناسته کې د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې په پياوړتيا، د خبريالانو خوندیتوب، اطلاعاتو ته د لاسرسي او اقتصادي ستونزو په ګډون د خبريالانو پر ستونزو خبرې وشوې.
په دغه ولايت کې له څه مودې را په دېخوا د حکومت او رسنيو ګډه کمېټه د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په هلو ځلو او وړانديز رامنځته شوې چې په کې د حکومتي ادارو د استازو سربېره د خبريالانو استازي هم برخه لري.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې په هېواد کې د خبريالانو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې حل او د خبريالانو او حکومتي مسوولينو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.


