د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په دايکندي ولايت کې د خبريالانو د ستونزو حل په موخه د دغه ولايت له والي امين الله عبيد، د استخباراتو رييس مولوي فيضاني او د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي مصطفی صالح سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د یاد ولايت يو شمېر خبريالان او د حکومتي ادارو مسوولينو هم برخه اخېستې وه.
په دايکندي ولايت کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې ولايتي استازي سلطان علي جوادي په دغه ولايت کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل غوښتنه وکړه او ترڅنګ يې اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينو پر پراختيا ټينګار وکړ.
د دايکندي والي ژمنه وکړه چې اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسي او ستونزو د حل په موخه به همکاري وکړي او له سيمه ييزو رسنيو يې وغوښتل چې د اسلامي امارت له اصولو سره سم فعاليت وکړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې په هېواد کې د خبريالانو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې حل او د خبريالانو او حکومتي مسوولينو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.
