په کابل کې د رسنيو ۲۸ تنه کار کوونکو ته د «رواني روغتيا» په اړه روزنه ورکړل شوه

1.JPG

10 میزان 1402

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په کابل ولايت کې د خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو د ملاتړ او د هغوی د رواني ستونزو د حل په موخه د ۱۳ ښځينه وو په ګډون د رسنيو ۲۸ کار کوونکو ته د «رواني درملنې» روزنه ورکړه.


د رواني درملنې پروګرام کې د عمومي غونډې سربېره ټولو ګډونوالو ته ځانګړې مشوررې هم ورکول کېږي چې په کې د رواني اختلالاتو، اضطراب، ستړيا، وسوسې، ډار، رواني ډاډ، شزو فرني او يو شمېر نور اړوند موضوعا په نظر کې نيول شوي وو.


د دغه پروګرام ګډونوالو په عمومي غونډه (روزنيز ورکشاپ) کې تر ګډون وروسته د هغوی د اړتيا پر بنسټ د رواني درملنې د متخصص ډاکټر له لوري ځانګړې مشورتي ناستې هم برابرې شوې دي.


د رسنيو کار کوونکو او خبريالانو ته دا روزنيز ورکشاپ د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د غونډو او کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی و.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه د خبريالانو او رسنيو کار کوونکو د ظرفيت لوړونې او مهارتونو د لوړوالي په موخه خبريالانو ته د دا ډول ښوونيزو پروګرامونه زمينه برابروي.