د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د بدخشان ولایت لپاره خپل نوی استازی معرفي کړ

c.JPG

23 میزان 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د بدخشان ولایت لپاره خپل نوی استازی صدیقي لعلزاد معرفي کړ.


هغه ناسته چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د کمېټې مرستیال او سرپرست عبدالقدیم ویاړ، د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي، د کمېټې ولایتي همغږي کوونکي شهباز صابري او د سیمه ییزو رسنیو مدیرانو او خبریالانو ګډون کړی و.


په ناسته کې د کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړ د دې ترڅنګ چې ښاغلی لعلزاد معرفي کړ، د خبریالانو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې او یادو ستونزو ته د حل لارو په اړه هم خبرې وکړې.


د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ رئیس د دې سربېره چې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د هیئت د سفر له امله مننه وکړه، ژمنه وکړه چې د کمېټې له نوي ټاکل شوي استازي سره به هر اړخیزه همکاري ولري. نوموړي همدا راز له کمېټې څخه وغوښتل چې د یاد ولایت خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه ترسره کړي.


د ښاغلي صدیقي لعلزاد تر ټاکل کېدو وړاندې په یاد ولایت کې سید محب الله سیدي د کمېټې استازی و.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د کار پر وړاندې پرتو خنډونو د حل او د دوی د فعالیت لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو لپاره دوامدارې هڅې کوي.