د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د لوګر له والي سره د همغږي او عدالت غوښتنې ناسته وکړه

WhatsApp Image 2023-10-22 at 15.31.42_7c1a5bbd.jpg

1 عقرب 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د لوګر له والي مولوي ضیاءالرحمن مدني، د دې ولایت د اطلاعات او فرهنګ له رئیس رفیع الله صمیم، د سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې ناسته وکړه.


په دې ناسته کې له رسنیو سره د حکومتي مسوولینو په همغږي او همکاري، اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسي او د رسنیو ستونزو ته په حل لارو خبرې اترې وشوې.


په لوګر ولایت کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي د دې ترڅنګ چې اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسي ټینګار وکړ، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو خوندیتوب مهم وباله او ترڅنګ یې له حکومت څخه وغوښتل چې د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې همکاري وکړي.


په ناسته کې د لوګر والي وویل، ټوله هڅه یې داده چې د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته رسیدګي وشي او ژمنه یې وکړه چې اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسررسي په برخه کې به لازم سهولتونه او د حکومتي مسوولینو او خبریالانو ترمنځ به د پام همغږي رامنځ ته کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د کار پر وړاندې پرتو خنډونو د حل او د دوی د فعالیت لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو لپاره دوامدارې هڅې کوي.