د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اوو ولایتونو له حکومتي چارواکو سره د همغږئ غونډې وکړې

c.jpg

3 عقرب 1402

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په فاریاب، لغمان، کونړ، کاپیسا، ارزګان، سرپل او نورستان ولایتونو کې حکومتي چارواکو، د رسنیو له مسوولینو او سیمه ییزو خبریالانو سره د همغږۍ اوعدالت غوښتنې غونډې وکړې.


په دغو ناستو کې د رسنیو د اقتصادي ستونزو د اواري، کره او پر وخت معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي، د خبریالانو د خوندیتوب او د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې.


په دغو غونډوکې د مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله، د کونړ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي نجيب الله حنيف، د نورستان ولايت امنيه قوماندان مفتي محمد يوسف، د کاپيسا ولايت امنيه قوماندان محمد عثمان ترابي، د کاپيسا ولايت امنيه قوماندان اغا ولي قريشي او د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس، د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس، د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمس الله محمدي او د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا عبدالغفار حقنما ګډون کړی و.


د همغږۍ او عدالت غوښتنې په غونډو کې دولتي چارواکو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به حکومتي ادارې د خبریالانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو کې همکاري کوي.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره هڅې کوي.