د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په څلورو ولايتونو کې د حکومتي چارواکو او رسنيو د ګډو کمېټو د ځواکمنتيا په موخه د همغږۍ ناستې وکړې

c.jpg

4 عقرب 1402

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په بلخ، خوست، هلمند او سرپل ولايتونو کې د حکومتي چارواکو او رسنيو د ګډو کمېټو د ځواکمنتيا په موخه د همغږۍ ناستې وکړې


د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو چارواکو، د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازو، د دولتي ادارو وياندويانو او استازو او د ځايي رسنيو مسوولينو او خبريالانو په دغو ناستو کې ګډون کړی وو.


په دغو ناستو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو لکه اطلاعاتو ته لاسرسي، خبريالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي او د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په تړاو خبرې او بحثونه وشول.


په دغو ولايتونو کې له څه مودې راپدېخوا، د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په غوښتنه د خبريالانو او رسنيو د ستونزو د حل په موخه د حکومت او رسنيو ګډې کمېټې جوړې شوې دي.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره هڅې کوي.