د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د پنجشېر ولايت له چارواکو، د ځايي رسنيو مسوولينو او خبريالانو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې غونډه ترسره کړه.
په دغه ناسته کې چې د حکومتي چارواکو او رسنيو ترمنځ د همغږۍ د زياتوالي په موخه جوړه شوې وه، والي مرستيال ملا شاه ملنګ روح الله، په پنجشېر کې د کمېټې استازي هارون عنابي، د اطلاعاتو او کولتور رييس مولانا نصرالله ملک زاده، استخباراتو رياست وياند قاري منصور، د امنيه قوماندانۍ وياند عابدالله عقاب فاروقي او د ځایي رسنيو مسوولينو او خبريالانو برخه اخېستې وه.
د ناستې پرمهال، اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي او د دوی د ستونزو د حل په تړاو د خبرو اترو سربېره د رسنيو او حکومتي مسوولينو ترمنځ د ګډې کمېټې د رامنځته کېدو په تړاو هم پرېکړه وشوه.
د حکومتي مسوولينو او رسنيو ترمنځ د همغږۍ ګډه کمېټه د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې په وړانديز د رسنيو او خبريالانو د ستونزو د حل او د رسنيو او حکومتي مسوولينو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کېدو په موخه جوړېږي.
د دغه ولايت چارواکو د رسنيو او خبريالانو څخه د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به دولتي ادارو مسوولين خبريالانو ته لا ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې په هېواد کې د خبريالانو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې حل او د خبريالانو او حکومتي مسوولينو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.



