په شپږو ولايتونو کې، ۱۰۷ خبريالانو او د رسنيو کار کوونکو ته د رواني درملنه ورکړل شوه

WhatsApp Image 2023-10-19 at 10.11.31_251651f6.jpg

15 عقرب 1402

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې له لوري د خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو د ملاتړ او د هغوی د رواني سلامتيا په موخه په ننګرهار، بلخ، هلمند، سرپل، لوګر او تخار ولايتونو کې ۱۰۷ خبريالانو ته د رواني درملنې ورکشاپونه جوړ شول.


د رواني درملنې دغه پروګرامونه دوه برخې لري چې په لومړۍ برخه کې يې د درواني درملنې د يو مشاور له لوري عمومي معلومات او په دويمه برخه کې ورته په انفرادي جلسو کې مشورې ورکول کېږي چې د هغوی د رواني اختلالاتو، ډار، خپګان، تشويش، رواني مقاومت او يو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو باندې پوهاوی ورکړل شو.


د دغې برنامې ګډونوال، په عمومي جلسه کې له ګډون وروسته د هغوی د اړتيا سره سم د رواني درملنې د متخصص ډاکټر لخوا په انفرادي جلسو کې لارښونې تر لاسه کوي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه د خبريالانو او رسنيو کار کوونکو د ظرفيت لوړونې او مهارتونو د لوړوالي په موخه خبريالانو ته د دا ډول ښوونيزو پروګرامونه زمينه برابروي.