د حکومت او رسنيو ترمنځ د ګډو کمېټو د کارونو د چټکتيا په موخه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په شپږو ولايتونو کې کاري ناستې وکړې

c.jpg

18 عقرب 1402

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په ننګرهار، لغمان، لوګر، کونړ، پکتيکا او تخار ولايتونو کې د حکومت او رسنيو ترمنځ د ګډو کمېټو د کارونو د چټکتيا او خبريالانو د ستونزو د حل په موخه کاري غونډې وکړې.


د دغو ولايتونو د اطلاعاتو او کولتور رياستونونو مسوولينو، د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې ولايتي استازو، د حکومتي او امنيتي ادارو وياندويانو، خبريالانو او د رسنيو مسوولينو په يادو غونډو کې برخه اخېستې وه.


په دغو ناستو کې، د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په تړاو د خبرو سربېره، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي ستونزو او د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ پر زياتوالي خبرې وکړې.


په يادو ولايتونو کې له څه مودې را پدېخوا د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ د زياتوالي او ستونزو د حل په موخه د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په غوښتنه د حکومت او رسنيو ترمنځ ګډې کمېټې رامنځته شوي دي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، خبریالانو ته د خوندي چاپیریال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.