د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په کندهار، زابل، غور، فراه، نیمروز او جوزجان ولايتونو کې د حکومت او رسنيو ترمنځ د ګډو کمېټو د کارونو د چټکتيا او خبريالانو د ستونزو د حل په موخه کاري غونډې وکړې.
د دغو ولايتونو د اطلاعاتو او کولتور رياستونونو مسوولينو، د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې ولايتي استازو، د حکومتي او امنيتي ادارو وياندويانو، خبريالانو او د رسنيو مسوولينو په يادو غونډو کې برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې، د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په تړاو د خبرو سربېره، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي ستونزو او د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ پر زياتوالي خبرې وکړې.
په دې ولایتونو کې له څه مودې را په دې خوا د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لورې د خبریالانو او رسنیو ستونزو ته په ښه شکل د رسیدګي او د حکومتي بنسټونو او رسنیو ترمنځ د کاري اړیکو د ځواکمنتیا په موخه د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ ګډې کمېټې جوړې شوې دي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، خبریالانو ته د خوندي چاپیریال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.






