د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو د مرکز له مشر سره وليدل

c.jpg

16 قوس 1402

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د خبريالانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د حکومت د رسنيو او اطلاعاتو د مرکز له مشر نعيم الحق حقاني سره وليدل.


په دغه ناسته کې، د حکومت د رسنيو او اطلاعاتو د مرکز مشر په هېواد کې د رسنيو د ټوليز وضعيت، د خبريالۍ پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، اطلاعاتو ته د خبريالانو پر وخت رسېدنې، د رسنيو اقتصادي ستونزو او له رسنيو او خبريالانو سره د حکومت پر همغږۍ خبرې اترې وکړې.


د کمېټې سرپرست او مرستيال عبدالقديم وياړ په دغه ناسته کې وويل چې د خبريالانو او رسنيو ستونزو ته بايد رسېدنه وشي تر څو رسنۍ وکولی شي لا پرمختګ وکړي.


ښاغلي حقاني په دغه ناسته کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د کار او فعاليتونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ وویل چې سرپرست حکومت هڅه کوي چې د رسنيو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې حل کړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو تر منځ اړيکې لا ښې او پراخه کړي او د خبريالانو لپاره د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کېو هڅه کوي.