د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د رسنيو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې د اسلامي امارت له ولايت سره په کندهار ولایت کې شرٍيکې کړې.
په دغه ناسته کې، د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د مرکزي دفتر مسوولين، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو سربېره، د خبريالانو د اقتصادي، خونديتوب او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ستونزو د حل غوښتونکي شول
د کمېټې سرپرست او مرستيال عبدالقديم وياړ د رسنيو د قانون په ارزښت خبرې وکړې او د قانون نشتوالی يې د خبريالانو د کارونو پر وړاندې لوی خنډ ياد کړ.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې د رسنيو پرمختګ د اسلامي امارت له بنسټيزو موخو څخه دي او د ګډ کار پايله کې دغې موخې ته رسېدل اسانه کولی شي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ لا ډېرې همغږي رامنځته او خبريالانو ته خوندي کاری چاپيريال جوړ شي.

