د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس سره وليدل

WhatsApp Image 2023-12-07 at 09.44.14_fd7f4c91.jpg

20 قوس 1402

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ د پراختيا په موخه د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور له رييس انعام الله سمنګاني سره وليدل.


په دغه ناسته کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې مرستيال او سرپرست عبدالقديم وياړ د رسنيو او خبريالانو د کار د ارزښت په تړاو د خبرو سربېره، رسنیو ته د کاري زمينې د پراختيا غوښتنه وکړه او دغه راز يې د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کېدو ټيګار وکړ.


په جنوب زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول احمد لودين په دغه ولايت کې د خبريالانو او رسنيو د فعاليت او ستونزو په تړاو خبرې وکړې او يادونه يې وکړه چې د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې هڅه کړې چې دغه ولايت کې د رسنيز مسلک د پرمختګ لپاره خوندي چاپيريال رامنځته شي.


د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رييس د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې له فعاليتونو څخه خوښي وښوده او زياته يې کړه چې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې د ستونزو حل په موخه به هڅې لا ګړندۍ کړي.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ لا ډېرې همغږي رامنځته او خبريالانو ته خوندي کاری چاپيريال جوړ شي.