د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د مرکزي دفتر مسوولينو کندهار او هلمند ولايتونو ته د يو رسمي سفر پرمهال د دغو ولايتونو د يو شمېر سيمه ييزو رسنيو له مسوولينو او خبريالانو سره ولیدل.
په دغو ځانګړو ناستو کې چې د کندهار او هلمند ولايتونو د خبريالانو او رسنيو مسووليو سره ترسره شوې، په يادو ولايتونو کې د رسنيو د وضعيت، اطلاتو ته لاسرسي، د خبريالانو خونديتوب او د رسنيو کار کوونکو او خبريالانو ته د روزنيزو پروګروامونو په تړاو خبرې اترې وشوې.
په يادو ناستو کې د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې مرستيال او سرپرست عبدالقديم وياړ وويل چې له دغه سفر څخه يې يوه موخه په يادو ولايتونو کې د رسنيو د وضعيت ارزونه ده چې پر بنسټ به يې خبريالانو ته لا ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي.
د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو ته د خوندي کاري چاپیريال د رامنځته کېدو برخه کې تل هڅه کوي.








p
