افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې د هلمند د اطلاعاتو او کولتور رييس سره وليدل

c.jpg

26 قوس 1402

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د مرکزي دفتر پلاوي او په جنوب زون کې د کمېټې استازي هلمند ولايت ته د يو رسمي سفر پرمهال د دغه ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس سره وليدل.


په دغه ناسته کې په هلمند کې د رسنيو د وضعيت، اطلاعاتو ته لاسرسي او د خبریالانو خونديتوب په تړاو خبرې اترې وشوې.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې مرستيال او سرپرست عبدالقديم وياړ په دغه ناسته کې خبريالانو ته د خوندي کاري چاپیریال په رامنځته کولو ټينګار وکړ او وويل کمېټه هڅه کوي چې خبريالانو ته پر وخت د اطلاعاتو لاسرسي زمينه برابره شي او رسنۍ وکړای شي په خوندي چاپيريال کې کار وکړي.


د هلمند د اطلاعاتو او کولتور رييس حافظ راشد هلمندي وويل په دغه ولايت کې د خبريالانو د ستونزو د حل برخه کې همکار دی.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ لا ډېرې همغږي رامنځته او خبريالانو ته خوندي کاری چاپيريال جوړ شي.