د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په لغمان، نورستان، هلمند او جوزجان ولايتونو کې د خبريالانو ستونزې د حل په موخه د دغو ولايتونو له واليانو سره شريکې کړې.
په يادو ناستو کې په دغو ولايتونو کې د رسنيو د وضعيت، اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي، د خبريالانو خونديتوب، د رسنيو اقتصادي ستونزو او د خبريالانو د ظرفيت لوړونې د برنامو په تړاو خبرې اترې وشوې.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د دغو ولايتونو له واليانو سره په ناستو کې د خبريالۍ په ارزښت ټينګار وکړ او غوښتنه يې وکړه چې رسنيو ته د اطلاعاتو پر وخت ورکړې زمينه دې پراخه شي.
د دغو څلورو ولایتونو واليانو د رسنيو د کارونو د ستاينې ترڅنګ په يادو ولايتونو کې د دولتي ادارو له لوري پروخت د اطلاعاتو ورکړې او خبريالانو ته د اسانتياوو رامنځته کولو ژمنه وکړه.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ لا ډېرې همغږي رامنځته او خبريالانو ته خوندي کاری چاپيريال جوړ شي.





