د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې له لوري د رسنيو او خبريالانو د ملاتړ او د هغوی د رواني سلامتيا په موخه د هرات او بادغيس ولايتونو د مختلفو رسنيو د ۶۰ ښځينه وو په ګډون ۱۴۰ خبريالانو او د رسنيو کار کوونکو ته د رواني درملنې زمينه برابره شوه.
د رواني درملنې دغه پروګرامونه دوه برخې لري چې په لومړۍ برخه کې يې د درواني درملنې د يو مشاور له لوري عمومي معلومات او په دويمه برخه کې ورته په انفرادي جلسو کې مشورې ورکول کېږي چې د هغوی د رواني اختلالاتو، ډار، خپګان، تشويش، رواني مقاومت او يو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو باندې پوهاوی ورکړل شو.
د دغې برنامې ګډونوال، په عمومي جلسه کې له ګډون وروسته د هغوی د اړتيا سره سم د رواني درملنې د متخصص ډاکټر لخوا په انفرادي جلسو کې لارښونې تر لاسه کوي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه د خبريالانو او رسنيو کار کوونکو د ظرفيت لوړونې او مهارتونو د لوړوالي په موخه خبريالانو ته د دا ډول ښوونيزو پروګرامونه زمينه برابروي.






