کمېټې په بېلابېلو ولایتونو کې له دولتي چارواکو، د رسنیو له مسوولينو او د یوناما له مسوولینو سره د خبريالانو د ستونزو په تړاو عدالت غوښتنې ناستې وکړې

c.jpg

13 جدی 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د لوګر، لغمان، کونړ، زابل، پکتیکا او نورستان ولایتونو له دولتي چارواکو، د یوناما له مسوولینو، د رسنیو له مسوولینو او سیمه ییزو خبریالانو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې جلا جلا غونډې وکړې.


په دې ناستو کې د رسنیو د اقتصادي ستونزو د هواري، کره او پر وخت معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي، د خبریالانو د خوندیتوب او د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې.


د همغږۍ او عدالت غوښتنې په جلا جلا غونډو کې دولتي چارواکو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به دولتي ادارې د خبریالانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په ځانګړي ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې همکاري کوي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټه په دوامداره توګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره کار کوي.