د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په هلمند ولايت کې د اطلاعاتو او کولتور له وزیر سره د خبریالانو ستونزې شریکې کړې

c.jpg

3 دلو 1402

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د خبريالانو او رسنيو پر وړاندې شته ننګونې د اطلاعاتو او کولتور له وزير مولوي خيرالله خيرخوا سره په يوه غونډه کې چې په هلمند ولايت کې جوړه شوې وه، شريکې کړې.


 په دغه غونډه کې د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کولتور ريس حافظ عبدالباري راشد، په هلمند ولايت کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې استازي عبدالله حقمل، د دغه ولايت د والي وياند محمد قاسم رياض، يو شمېر چارواکو، خبريالانو او په هلمند کې د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو برخه اخېستې وه.


په هلمند ولايت کې د افغان خبريالانو خونديتوب کميټې استازي عبدالله حقمل په دغه ولايت کې د خبريالانو پر وړاندې شته ننګونې يادې کړې او د دغه ولايت د رسنوالو غوښتنې يې د اطلاعاتو او کولتور له وزير سره شريکې کړې او د ستونزو د هواري غوښتنه يې وکړه.


د اطلاعاتو او کولتور وزير مولوي خيرالله خيرخوا د رسنيو پر ارزښت د ټينګار په ترڅ کې وويل چې د خبريالانو او رسنيو د ستونزو د هواري لپاره له خبريالانو او رسنيو سره هر ډول اساسي همکارۍ ته چمتو دي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره کار کوي.