د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اطلاعاتو او کولتور وزارت د خپرونو له معين سره وليدل

c.jpg

4 دلو 1402

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې مسوولينو په هرات ولايت کې د اطلاعاتو او کولتور وزارت د خپرونو له معين حيات الله مهاجر فراهي سره وکتل.


په دغه ناسته کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د قضيو د څېړنې مسوول عبدالجميل وقار، د اړيکو مسوول عبدالحازم ګران او په لوېديځ زون کې د يادې کمېټې استازي شميل احمد مشعل برخه اخيستې وه.


د اطلاعاتو او کولتور وزارت له نشراتي معين سره په دې کتنه کې د رسنيو د اقتصادي ستونزو او اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي په اړه د بحثونو تر څنګ له رسنيو سره د دولت په ملاتړ او همکارۍ ټينګار وشو.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره کار کوي.