د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د مرکزي دفتر مسوولينو او په لويديځ زون کې د کمېټې استازي د هرات د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي احمدالله متقي سره وليدل.
په دغه ناسته کې، د کمېټې د قضيو د برخې مسوول عبدالجميل وقار، د اړيکو مسوول عبدالحازم ګران، په لويديځ زون کې د کمېټې استازي شميل احمد مشعل او د هرات د اطلاعاتو او کولتور رياست د اطلاعاتو امر فريد احمد ايوبي برخه اخېستې وه،
په ياده ناسته کې، په هرات کې د رسنيو د وضعيت، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبريالانو د خونديتوب په تړاو خبرې وشوې.
د هرات د اطلاعاتو او کولتور رييس د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې له فعاليتونو د مننې ترڅنګ په اوسنيو شرايطو کې د خبريالانو او رسنيو څخه پر ملاتړ ټينګار وکړ.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره کار کوي.


