د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په مزار شريف ښار کې د يوې ناستې پرمهال د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې د بلخ ولايت له والي حاجي محمد يوسف وفا سره د يوې ناستې پرمهال شريکې کړې.
په دغه ناسته کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس ذبيح الله نوراني، په شمال زون کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې استازي عبدالطيف سهاک، په بلخ ولايت کې د ځايي رسنيو خبريالانو او مسوولينو برخه اخېستې وه.
په شمال زون کې د کمېټې استازي عبدالطيف سهاک په دغه ولايت کې د خبريالانو د ستونزو د يادولو تر څنګ غوښتنه وکړه چې د رسنيو د برېښنا لګښت دې له سوداريزو ميټرونو څخه استوګنيزو ته تغير شي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره کار کوي.




