د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د غزني له والي سره د خبريالانو ستونزې شريکې کړې

c.jpg

10 دلو 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، په غزني ولايت کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې شته ننګونې او ستونزې د دغه ولايت له والي حافظ امین جان عمري سره شریکې کړې.


په دې غونډه کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي حميدالله نثار، په مرکزي زون کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې استازي ګلاب الدين اميري، د غزني ولايت د سيمه ييزو ادارو وياندانو، يو شمېر چارواکو او په غزني کې د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو او خبريالانو ګډون کړى و.


په مرکزي زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي ګلاب الدین امیري په دغه ولایت کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې پر شته فرصتونو او ننګونو خبرې وکړې او له رسنیو سره یې د حکومت پر ملاتړ او همکارۍ ټینګار وکړ.


د غزني والي د ژورنالیستيکي ارزښتونو په ساتلو او د رسنیو پر اغیزمن فعالیت ټینګار وکړ او ویې ویل، اسلامي امارت د رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره کار کوي.