د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فراه ولایت د اطلاعاتو او کولتور له رييس او د سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو سره وکتل

c.jpg

11 دلو 1402

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د مرکزي دفتر مسوولينو او په لوېديځ زون کې د کمېټې استازي، د فراه ولايت د اطلاعاتو او کولتور له رييس مولوي عبدالحى سباوون او د سيمه ييزو رسنيو له مسوولينو سره جلا جلا وکتل.


دغه غونډې د کمېټې د قضيو مسوول عبدالجمیل وقار، د اړیکو مسوول عبدالحازم ګران، لویدیځ زون کې د کمیټې د استازي شميل احمد مشعل او په فراه ولايت کې د کمیټې د استازي بصیر سیلاب په حضور کې ترسره شوې.


په دغو ناستو کې په دغه ولایت کې د رسنیو د عمومي وضعیت، د خبریالانو پر وړاندې پرتو ننګونو او د حل لارو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه خبرې وشوې.


د اطلاعاتو او کولتور رييس دغه ولايت ته د يادې کمېټې د مسوولينو د ورتګ قدرداني وکړه او ويې ويل، چې د خبريالانو او رسنيو د ستونزو په هواري کې به همکاري وکړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره کار کوي.