د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې، د غور ولایت د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې شته ننګونې د دغه ولايت له والي ملا احمدشاه دین دوست د ناستې پرمهال شریکې کړې.
په دې غونډه کې د غور ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي عبدالحى زعیم، په غور کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې استازي غلام رباني همدفمند او د دغه ولايت د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو او خبريالانو ګډون کړى و.
په دې ناسته کې په دغه ولایت کې د رسنیو د عمومي وضعیت، د خبریالانو او رسنيو د کار پر وړاندې پرتو ستونزو او ننګونو او د هغوی پر حل، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په برخو کې پر ستونزو خبرې وشوې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره کار کوي.


