د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په لغمان او نورستان ولايتونو کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونو او د خبريالانو د خونديتوب په تړاو د دغو ولايتونو د والي له مرستيالانو سره د عدالت غوښتنې او همغږۍ ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، د اړوندو ولايتونو د رسنيو د عمومي وضعيت، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو خونديتوب، د رسنيو اقتصادي ستونزو او د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا په تړاو خبرې اترې وشوې.
د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې په دغو ناستو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو په حل ټينګار وکړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې يې د زمينو د پراختيا غوښتنه وکړه.
د لغمان ولايت مرستيال والي مولوي اخترمحمد مزمل او د نورستان د والي مرستيال مولوي فيصل مختيار ډاډ ورکړ چې تر دې وروسته به د دغو ولايتونو دولتي ادارې اطلاعاتو ته د لاسرسي او خبريالانو سره د همکارۍ برخه کې اسانتياوې ډېرې کړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.

