د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د څلورو ولايتونو له مسوولينو سره د همغږۍ ناستې وکړې

c.jpg

18 دلو 1402

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په کونړ، هلمند، زابل او نيمروز ولايتونو کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونو او د خبريالانو د خونديتوب په تړاو د دغو ولايتونو له مسوولینو سره د عدالت غوښتنې او همغږۍ ناستې وکړې.


په دې ناستو کې، کره او پر وخت معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنیو د جواز د تمدید، د رسنیو د برېښنایي بیلونو د کمولو، د رسنیو اقتصادي ستونزو، د خبریالانو د مسلکي روزنې د برابرولو، د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه خبرې وشوې.


د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې په دغو ناستو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو په حل ټينګار وکړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې يې د زمينو د پراختيا غوښتنه وکړه.


په دغو ناستو کې د هلمند د اطلاعاتو او کولتور رييس حافظ عبدالباري راشد، د کونړ د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي نجيب الله حنيف، د نيمروز د اطلاعاتو او کولتور رييس مفتي حبيب الله الهام، د زابل د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي رحمت الله حماد، د زابل د امر بامعروف رییس خلیفه محمد ابراهیم جاهد، په دغو ولايتونو کې د افغان خبریالانو خونذږدیتوب کمېټې استازو او د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو او خبریالانو برخه اخېستې وه.


د يادو ولایتونو مسوولینو ډاډ ورکړ چې تر دې وروسته به د دغو ولايتونو دولتي ادارې اطلاعاتو ته د لاسرسي او خبريالانو سره د همکارۍ برخه کې اسانتياوې ډېرې کړي.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.