د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په کندهار ولايت کې د اسلامي امارت له وياند ذبيح الله مجاهد او د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رييس انعام الله سمنګاني سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې ناسته وکړه.
له حکومت سره د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د همغږۍ مسوول مطيع الله سرور د خبريالانو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې په کندهار ولايت کې د اسلامي امارت له وياند سره شريکې کړې او د رسنيو پر ارزښت يې د خبرو اترو سربېره رسنيو او خبريالانو ته د لا ښې کاري زمينې د برابرولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې له فعاليتونو قدرونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د رسنيو او خبريالانو د کار پر وړاندې د ستونزو په حل کې به همکار واوسي. ښاغلي مجاهد وويل، د رسنيو پرمختګ او وده د اسلامي امارت له موخو څخه دي.
دغه راز د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رييس انعام الله سمنګاني هم په دغه ولايت کې د حکومت او رسنيو ترمنځ همغږي وستايله او د رسنيو د اقتصادي ستونزو پر حل يې ټينګار وکړ.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.


